ماسکو 15 دسمبر (اے پی پی) د روس خارجه وزير سرگئی لاؤروف د سوريه بحران په سیاسی توګه هوارولو زور راوړلو سره وئيلي دي حلب څخه د وسله والو د ستنيدو عمل به په دوو يا درېو ورځو كښې بشپړ شي۔ د زيارت پھ ورځ ماسکو كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې سرګئی لاؤروف ووئيل سوريه كښې وسله غورزونكي وسله والو له به په محفوظ ډول د ستنيدو ضمانت وركولې …
د سوريه بحران په سیاسی توګه هوارېدې شي ، روس

مزید خبریں
ماسکو 15 دسمبر (اے پی پی) د روس خارجه وزير سرگئی لاؤروف د سوريه بحران په سیاسی توګه هوارولو زور راوړلو سره وئيلي دي حلب څخه د وسله والو د ستنيدو عمل به په دوو يا درېو ورځو كښې بشپړ شي۔ د زيارت پھ ورځ ماسکو كښې ميډيا سره خپلو خبرو كښې سرګئی لاؤروف ووئيل سوريه كښې وسله غورزونكي وسله والو له به په محفوظ ډول د ستنيدو ضمانت وركولې شي۔ ده ووئيل وسله غورزونكي وسله وال د سوريه مخالفین، د ټاكلې شوي راهداری د لارې حلب څخه بهر تللې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې حلب څخه به د په دوو يا درېو ورځو كښې د مخالفینو وسله والو ستنيدو عمل بشپړ شي۔ د روس خارجه وزير يو ځل بيا په دې خبره زور راوړے چې د سوريه بحران په سیاسی توګه حل كيدې شي










