دمشق 14 دسمبر (اے پی پی) د امریکې دفاع څانګې پینټاګون وئيلي دي د داعش په ضد هلې ځلې كوونكو د اتحادی عسكرو جنګي الوتكو په 4 دسمبر د سوريه الرقه ښار كښې كړو بريدونو كښې د داعش درې مهم کمانډران وژلې دي۔ پینټاګون بيان كښې وئيلي په 4 دسمبر كال 2016ء شوي فضائی بريد كښې د داعش دوه سینیئر کمانډران قرماط او سامی جدو په13 نومبر 2015ء فرانس كښې …
سوريه كښې اتحادی عسكر د داعش درې کمانډران وژلې

مزید خبریں
دمشق 14 دسمبر (اے پی پی) د امریکې دفاع څانګې پینټاګون وئيلي دي د داعش په ضد هلې ځلې كوونكو د اتحادی عسكرو جنګي الوتكو په 4 دسمبر د سوريه الرقه ښار كښې كړو بريدونو كښې د داعش درې مهم کمانډران وژلې دي۔ پینټاګون بيان كښې وئيلي په 4 دسمبر كال 2016ء شوي فضائی بريد كښې د داعش دوه سینیئر کمانډران قرماط او سامی جدو په13 نومبر 2015ء فرانس كښې شوو د ترهه ګرۍ بريدونو كښې مرستياله وو۔ په 4 دسمبر الرقه كښې د وژلې شوي دريم جنګيالي پيژنګلو د ولید ھمان په نامه شوې۔ ولید ھمان داعش كښې د ځانمرګو بريدونو په اړه د چارو مشر وو۔دغسې د څلورم ترهه ګر نامه ابو بکر الحکیم ښودلې شوې










