د چین کیمیکل پلانټ كښې د مړو شمېره 50 ته ورسېده

بیجنګ 23 مارچ (اے پي پي) چین كښې په کیمیکل پلانټ چاٶدنه كښې د مړو شمېره 50 ته رسېدلې ده ۔ د چين د يانګ چنګ ښار چارواكو وېنا ده په صنعتي پارك كښې تېره ورځ په چاٶدنه كښې د مړو كسانو شمېره 50 ته رسېدلې ده ٬ په چاٶدنه كښې 600 كسان ټپيان شوې هم دي چې پكښې د 90 كسانو حالت اندېښمن ښودلې شوې۔ د پېښې پلټنې پېل كړې شوې او يو شمېر كسان په دې لړ كښې نيولې شوې هم دي۔ د چاٶدنې له امله د كارخانې وداني لوېدلې ده۔ د دې نه وړاندې د زيارت په ورځ چارواكو وئيلي وو په پېښه كښې 12 كسان مړه او 30 ژوبل شوې دي