افغانستان كښې صدارتی انتخابات يو ځل بيا وځنډولې شول

کابل 21 مارچ(اے پي پي) افغانستان كښې صدارتی انتخابات يو ځل بيا وځنډولې شوې دي ۔ د المان د خپرونو ادارې له مخې په افغانستان خپلواكه الیکشن کمیشن اوس دا ټاكنې په 28م ستمبر د كولو اعلان كړې۔ د دې نه وړاندې صدارتي ټاكنې په 20م اپرېل كېدونكې وې خو دا د جولائي تر پائې ځنډولې شوې وې۔ د جاري شوي بيان له مخې په ټاكنو كښې تاخير “انتخابي عمل كښې بهترۍ او سپېځلتيا راوستل” لپاره دے۔ د مبصرينو وېنا ده په افغانستان د جنګې حالاتو او د طالبانو زياتو شوو كاروائيو له امله ټاكنې ځنډولې شوې دي۔