ملګري ملتونه 11 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطينيانو په حق كښې يو بل قرارداد منظور كړو۔ د فلسطينيانو د مرستې په سرخط د دې قرارداد په حق كښې د عمومي اسمبلۍ 160 غړو رائې وركړې۔ په دې قرارداد كښې د نړۍ هېوادونو او ادارو ته خواست شوے چې هغوي دې د فلسطيني اولس اقتصادي او سماجي مرسته زياته كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د …
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطينيانو په حق كښې يو بل قرارداد منظور كړو

مزید خبریں
ملګري ملتونه 11 دسمبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د فلسطينيانو په حق كښې يو بل قرارداد منظور كړو۔ د فلسطينيانو د مرستې په سرخط د دې قرارداد په حق كښې د عمومي اسمبلۍ 160 غړو رائې وركړې۔ په دې قرارداد كښې د نړۍ هېوادونو او ادارو ته خواست شوے چې هغوي دې د فلسطيني اولس اقتصادي او سماجي مرسته زياته كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د فلسطين دائمي استازي رياض منصور د قرارداد په منظورې د عمومي اسمبلۍ د غړو مننه كړې۔ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د شورو په ورځ هم د فلسطين په اړه د 8 قراردادونو منظوري وركړې وه چې پكښې په څلورو كښې د اسرائيل غندنه شوې وه۔










