استنبول 11 دسمبر (اے پي پي) د تركيې په استنبول ښار كښې د يو لوبغالي په خوا كښې په دوه چاودنو كښې 29 كسان مړه او 166 ژوبل شوي دي۔ د چارواكو له مخې په موټري بمي چاودنه او په بل ځانمرګي بريد كښې پوليس اهلكار په نښه كړې شوي دي۔ د تركيې اولس مشر طيب اردوغان په چاودنو كښې د مرګ ژوبلې تصديق كړې او دا ئې د ترهګرې …
په استنبول كښې په بمي چاودنو كښې 29 كسان مړه شوي دي

مزید خبریں
استنبول 11 دسمبر (اے پي پي) د تركيې په استنبول ښار كښې د يو لوبغالي په خوا كښې په دوه چاودنو كښې 29 كسان مړه او 166 ژوبل شوي دي۔ د چارواكو له مخې په موټري بمي چاودنه او په بل ځانمرګي بريد كښې پوليس اهلكار په نښه كړې شوي دي۔ د تركيې اولس مشر طيب اردوغان په چاودنو كښې د مرګ ژوبلې تصديق كړې او دا ئې د ترهګرې بريد ګرځولې۔ د دې څخه وړاندې د كورنيو چارو وزير سلمان صولو په پالمان كښې په يو بيان كښې وئيلي و چې په بريدونو كښې 20 پوليس اهلكار ژوبل شوي دي۔ دا لوبغالي تقسيم سكوائر سره نزدې دے او چاودنې په په لوبغالي كښې د فټ بال مېچ ختمېدو نه پس شوې دي۔ د بي بي سي له مخې تر اوسه كومې ډلې د دې بريدونه پړه پغاړه نه ده اخيستې۔ د تركيې د ټرانسپورټ وزير احمت ارسلان په ټويټر په يو بيان كښې وئيلي دي چې دا د ترهګرې بريد و۔ د يادونې وړ ده چې په تركيه كښې د تېرې څه مودې راهيسې د شدت خوښو لخوا بريدونه زيات شوي دي۔










