اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي هند ته يو وارې بيا د امن پېغام وركولو سره په هندي حكومت او مشرتابه زور راوړې دې چې هغه دې د صبر او زغم څرګندونه كولو سره خپل جنګي جنون او جارحانه رويه ترك كړي۔ پاكستان امن خوښوونكې هېواد دے۔ د هند د دړكو او جارحانه رويې څخه نه وېرېږي۔ ټول پاكستانې قام ٬ مشرتابه ٬ سياسي ګوندونه ٬ ادارې او د پاكستان ماشوم ماشوم د خپل هېواد حفاظت له يو موټې دې۔ ده د اتوار په ورځ ميډيا سره خبرې كولې۔ خارجه وزير ووئيل هند دې د كوم جارحيت خيال د زړه نه وباسي۔ ټول پاكستانې قام ٬ مشرتابه ٬ سياسي ګوندونه او وسله وال ځواكونه يو موټي دي۔ خارجه وزير هند ته ښكاره پېغام وركړو چې پاكستان امن خوښوونكې هېواد دې او د هند د دړكو رعب به چرې قبول نه كړي۔ ټول قام د هېواد دفاع له يو موټې دې او زمونږ پوځ ٬ سياستدانان ٬ زلمي او مشران د هند د كوم هم جارجيت مقابلې له يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ خارجه وزير ووئيل پاكستان د تاؤ تريخواني وضعې ختمولو له هڅې كوي ولې هند په پاكستان فشار اچولو له بېړنۍ تياريانې كوي۔ هندي حكومت مقبوضه كشمير كښې ملازمينو له اعلاميه جاري كولو سره رخصتۍ منسوخ كولو سره دوئي ته يوې مياشتې له د خوراك ذخيره كولو امر كړې۔ هند په لويه كچه كارروائي كولو له 10 زره اضافي عسكر مقبوضه كشمير ته لېږي كوم چې د هندي جارحانه عزائمو څرګندونه كوي۔ هندي حكومت او وزيراعظم بايد د كشميري اولس د وژلو لړۍ بندوولو سره خپلې غېر ذمه وارې رويې ترك كړي۔ خارجه وزير ووئيل كشميرې اولس ويرې سره مخ دې او دكانونه او بازارونه بند دي۔ لويې شمېر ګرفتاريانې روانې دي ٬ حريت مشرتابه كشمير څخه ويستلو سره بل ځائې ته منتقل كولې شي۔ اوس محبوبه مفتي هم وائي چې تاسو سوچ زندان كښې بنديوان كولې نه شۍ۔ خارجه وزير ووئيل د مقبوضه كشمير نسل يو نوې نسل دې ٬ ددوئي جذبې څوك دباوهلې نه شي۔ هندونستان كښې مثبت سوچ لرونكي بايد حكومت ته پېغام وركړي چې د ټولې منطقې امن خطر سره مخ نه كړي۔ خارجه وزير وئيل زمونږ يو بنديوان شاكر الله دغلته زندان كښې وو كوم چې نورو بنديوانو ووژلو او پوليس تماشا كوله۔ هندي حكومت په زياتېدونكي عدم برداشت او جارحيت خاموشي اختيار كړې حال دا دې چې هندي سپريم كورټ حكومت او اړوندو سېكترانو ته هدايات جاري كړې دي چې هغه اولس ددې ډول بريدونو څخه وساتي۔ ده ووئيل بي جے پي دې منطقه كښې جنوني رويه ترك كړي۔ د پاكستان ټول سياسي ګوندونه ٬ ټولې ادارې او د پاكستان ماشوم ماشوم د خپل هېواد حفاظت له يو موټې دې۔ خارجه وزير په دې مهال د كشميري اولس د خپلواكۍ جائز حق له د پاكستان لخوا د بشپړه ملاتړ پخلې هم وكړو۔