پېنډۍ 08 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وېيلي دې چې د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د حكومت د دانشمندانه پاليسو ٬ سياسي اتفاق رائے او د امنيتي ادارو په شريكه مرسته د درې كالو خوارۍ او قربانيو سره په ترهه ګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې ٬ د وزیراعظم اېجوکېشن اصلاحاتو پروګرام له مخئ 422 تعليمي ادارې اپ ګرېډ كولې …
د درې كالو خوارۍ او قربانيو سره په ترهه ګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې

مزید خبریں
پېنډۍ 08 دسمبر (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وېيلي دې چې د وزیراعظم محمد نواز شریف په مشرۍ كښې د حكومت د دانشمندانه پاليسو ٬ سياسي اتفاق رائے او د امنيتي ادارو په شريكه مرسته د درې كالو خوارۍ او قربانيو سره په ترهه ګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې ٬ د وزیراعظم اېجوکېشن اصلاحاتو پروګرام له مخئ 422 تعليمي ادارې اپ ګرېډ كولې شي٬ ځوانانو لپاره د وزیراعظم یوتھ لون پروګرام ‘لېب ټاپ سکیم ‘ آسان قرضه سکیم ‘ فیسونو واپس كولو پشمول نور پروګرامونه پېل كړې شوي دي٬ د اطلاعاتو وزارت به د قائد اعظم د كليزۍ اوونۍ په ښه ډول لمانځي۔ مريم اورنګزېب دا خبرې د زيارت په ورځ په پېنډۍ آړټ كونسل كښې رائز آئيډيل سټوډنت اېكسپو پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ دې ووئيل د وزیراعظم اېجوکېشن اصلاحاتو پروګرام له مخئ 422 تعليمي ادارې اپ ګرېډ كولې شي٬ ځوانانو لپاره د وزیراعظم یوتھ لون پروګرام ‘لېب ټاپ سکیم ‘ آسان قرضه سکیم ‘ فیسونو واپس كولو پشمول نور پروګرامونه پېل كړې شوي دي۔ دې ووئيل د اطلاعاتو وزارت به د 19م نه تر 25 دسمبر د قائد اعظم محمد علي جناح د كليزې اوونۍ په ښه ډول لمانځي چې پكښې به د هېواد د سكولونو ٬ كالجونو او پوهنتونونو زده كوٶنكي ګډون كوي۔ دې ووئيل د درې كالو خوارۍ او قربانيو سره په ترهه ګرۍ تر ډېره حده قابو موندلې شوې په كال 2013 كښې 2890 د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته شوې وې خو د كال 2013 نه تر كال 2016 د ترهه ګرۍ 240 پېښې رامخې ته شوې دي او دا زمونږ لويه كاميابه ده ۔ په دې موقع د پاکستان سوېټ هومز چیئرمېن زمرد خان هم وېنا وكړه۔










