د معاشي استحكام نه پس پاكستان د پرمختګ او په برآمدات اډانه نمو پلو روان دے

  اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي  حكومت د معاشي استحكام پړاؤ څخه مخ په وړاندې معاشي پرمختګ او په برآمدات اډانه نمو پلو سفر پیل كړے دے او بجټ 27-2026 كاروبار دوسته او د پرمختګ خوښې وژن له مخې ترتيب كړے شوے دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پوسټ بجټ پريس كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل  د وزيراعظم …

 

اسلام آباد 13جون (اے پی پی)د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئېلي دي  حكومت د معاشي استحكام پړاؤ څخه مخ په وړاندې معاشي پرمختګ او په برآمدات اډانه نمو پلو سفر پیل كړے دے او بجټ 27-2026 كاروبار دوسته او د پرمختګ خوښې وژن له مخې ترتيب كړے شوے دے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ پوسټ بجټ پريس كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل  د وزيراعظم په هدايت برآمد كونكو لپاره سپر ټيكس ختمولې شي او صنعت او د برآمدات ودې لپاره د ږ لګښت فنانسنګ آسانۍ هم وركولې شي۔د هغه وينا وه چې د ټيرف اصلاحات په دوهم پړاؤ حكومت په بشپړ ډول  كار كوي  دغسې چې پیداواري لګښت كم او مسابقت كښې اضافه اوشي۔د خزانې وزير ووئيل  تنخواه دارې طبقې او كم آمدن لرونكو طبقو ته ټيكس ريليف وركړے شوے او تعميرات او هاؤسنګ سيكټر بحالۍ لپاره ټرانزيكشن ټيكسز كښې ښكاره كمے شوے دے۔ده ووئيل د كركيلې څانګې لپاره مالياتي آسانيو كښې هم اضافه شوې ده او د كركيلې د پور حجم 2 زره اربه روپو څخه زياته كړے شوے دے ٬وړو كروندګرو لپاره “زرخيزي سكيم”معارفي كړے شوے چې له مخې به يې زمكه يا كور ګروي اېښودلو نه غېر د قرض آسانۍ وركولې شي او د وزيراعظم يوتھ ايګريكلچر لون پروګرام له مخې 262 اربه روپۍ بېلې كړی شوي چې پكښې 125 اربه روپۍ كركيلې لپاره مخصوص دي۔سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل د كركيلې مشينرۍ٬كمبائن هارويسټرز او نورو ويليو ايډډ آلات په درآمد كسټم او ريګوليټري ډيوټي ختمه كړی شوې دغسې چې د كركيلې پېداوار زيات شي۔ده ووئيل  ايف بي آر د آټوميشن او مصنوعي ذهانت(AI)پلو منتقل كړے شوے ٬انساني مداخلت كم كړے شوے او ټيكس نيټ ته پراختيا وركولو لپاره د ريټيلر سكيم پشمول بيل اقدامات معارفي كړې شوي۔د خزانې وزير ووئيل  بجټ 2026-27 كښې ترلاسه مالي ګنجائش په بشپړه توګه معاشي هلو ځلو٬سرمايه كارۍ٬برآمدات او د روزګار ودې لپاره استعمال كړے شوے او رامخې ته كېدونكے ابتدائي غبرګون د دې خبرې څرګندونه ده چې پاكستان اوس د معاشي پرمختګ نوې پړاؤ ته داخليږي

مزید خبریں