پنډۍ ۔ 16 فروری (اے پی پی) د ملائیشیا ھائی کمشنراکرم بن محمد ابراھیم وئيلي دي د ملائيشيا وزيراعظم مهاتير محمد راروانه مياشت د پاكستان دوره كوي۔ ملائیشیا پاکستان سره خپلو تجارتي اړيكو ته مركزي حېثيت وركوي او پاكستان سره تجارتي اړيكې زياتولو له به په هره كچه ګامونه پورته كولې شي۔ په سېلګرۍ ٬ ټېلی کمیونیکېشن، حلال فوډ، د توان متبادل ذريعو ٬ د خوراك تېل او نورو څانګو …
د ملائيشيا وزيراعظم مهاتير محمد راروانه مياشت د پاكستان دوره كوي د حلال فوډ ترقي امكان لري او د سېلګرۍ څانګې په خاص توګه هوټل انډسټري كښې دوه اړخيزه منصوبې پېل كېدې شي۔ د هائي كمشنر اكرم بن محمد ابراهيم د راولپنډي چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري دورې په مهال تجارانو او صنعت كارو سره خبرې

مزید خبریں
پنډۍ ۔ 16 فروری (اے پی پی) د ملائیشیا ھائی کمشنراکرم بن محمد ابراھیم وئيلي دي د ملائيشيا وزيراعظم مهاتير محمد راروانه مياشت د پاكستان دوره كوي۔ ملائیشیا پاکستان سره خپلو تجارتي اړيكو ته مركزي حېثيت وركوي او پاكستان سره تجارتي اړيكې زياتولو له به په هره كچه ګامونه پورته كولې شي۔ په سېلګرۍ ٬ ټېلی کمیونیکېشن، حلال فوډ، د توان متبادل ذريعو ٬ د خوراك تېل او نورو څانګو كښې به د مرستې لوظنامې كولې شي۔ د تجارتي هلو ځلو په وده كښې د راولپنډی چېمبر آف کامرس کردار مثالی دې او د دې کرېډېبلیټی مستنند ده۔ د ملائشیا کمپنۍ به راول اېکسپو 2019ء كښې هم ګډون كوي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د راولپنډی چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټری دورې په مهال تجارانو او صنعتكارو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ھائی کمشنر ووئيل دا مهال دوه اړخيزه تجارتي حجم 1.2 ارب ډالره دې كوم چې زياتېدې شي۔ په دې مهال خپلو خبرو كښی د راولپنډی چېمبر صدر ملک شاھد سلیم ووئيل چې د اسلام آباد او کوالا لمپور ترمينځه بايد نېغ په نېغه پروازونه پېل كړې شي۔ ده هائي كمشنر ته راول انټرنېشنل اېکسپو او آل پاکستان چیمبرز صدور کانفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔ ده ووئيل حلال فوډ مهمه څانګه ده دې ته ترقي وركولې كېدې شي او دې سره سره د سېلګرۍ څانګې په خاص توګه هوټل انډسټري كښې دوه اړخيزه منصوبې پېل كېدې شي۔ ده ووئيل سېلګرۍ سره په مینو فېکچرنګ، تعمیرات، ټرانسپورټ ، لائټ انجنیئرنګ او نورو څانګو كښې دوه اړخيزه منصوبې پېل كېدې شي۔ ده هائي كمشنر ته د چېمبر روانو هلو ځلو په اړه بريفنګ هم وركړو۔










