کوئټه ۔ 31 جولائي (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلیٰ د اطلاعات او سیاسي چارو خاص مرستيال شاهد رند وئېلي دي سورینج كښې د سكرو درنګ خفګاني پیښه كښې د حق رسېلو كان كښندونكو كورنيو لپاره وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي سړي سر د پينځه لاكهه روپو مرستې اعلان كړے دے ۔شاهد رند ووئېل د حق رسېدلو مړي د هغوي خپلو كليو ته په عزت سره رسولو لپاره ټول ضروري …
د سورینج سكرو درنګ پیښه : د حق رسېلو کان کښندونكو كورنيو لپاره د پېنځه لكهه روپو مرستې اعلان

مزید خبریں
کوئټه ۔ 31 جولائي (اے پي پي) د بلوجستان وزیراعلیٰ د اطلاعات او سیاسي چارو خاص مرستيال شاهد رند وئېلي دي سورینج كښې د سكرو درنګ خفګاني پیښه كښې د حق رسېلو كان كښندونكو كورنيو لپاره وزیراعلیٰ میر سرفراز بګتي سړي سر د پينځه لاكهه روپو مرستې اعلان كړے دے ۔شاهد رند ووئېل د حق رسېدلو مړي د هغوي خپلو كليو ته په عزت سره رسولو لپاره ټول ضروري انتظامات مکمل شوي دي ٬ دغسې چې ځپلو كورنيو ته هر ممکن سهولت وركړے شي ۔ ده ووئېل مائنز اینډ منرلز محكمې ، پي ډي ایم اے، ریسکیو 1122 او د نورو اړوندو ادارو ډلو د پیښې په ځائے د مکمل مستعدۍ سره سره د ژغورنې او مرستې خلو ځلو كښې بوختې دي او ټولې ادارې د شرېكې رابطې د لارې د صورتحال مسلسل نګراني كوي ۔د وزیراعلیٰ مرستيال ووئېل د بلوچستان حکومت په دې خفګاني پیښه دغم جنو كورنيو په غم كښې برابر شریک دے او د ځپلو كورنيو ته به هر ممکن مرسته او سهولت وركولې شي ۔ ده ووئېل وزیر اعلیٰ میر سرفراز بګتي اړوند چارواكو ته امر كړے چې د مرستې په هلو ځلو كښې كومه بې غوري ونه كړئ او د ځپلو كورنيو سمدستي مرسته باوري كړئ









