د وزيراعظم عمران خان وژن پاكستان د مدينې رياست په ډول جوړول دي۔ د شهزاده محمد بن سلمان خيالات هم په دې اقدارو اډانه دي۔ سعودي عربستان سره اړيكي په اقتصادي رابطو او د اسلامي ورورولۍ په خپلولۍ تړلې دي۔ اسلام آباد كښې فېصل مسجد د دواړو هېودونو ترمينځھ د مضبوطې رشتې عكاسي كوي۔ مونږ سعودي وګړو ته د وېزې خاص اسانۍ وركړي دي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي زير فواد حسېن چوهدري سعودي ټي وي چېنل سره مركه

اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي زير فواد حسېن چوهدري وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن پاكستان د مدينې رياست په ډول جوړول دي۔ د شهزاده محمد بن سلمان خيالات هم په دې اقدارو اډانه دي۔ سعودي عربستان سره اړيكي په اقتصادي رابطو او د اسلامي ورورولۍ په خپلولۍ تړلې دي۔ اسلام آباد كښې فېصل مسجد د دواړو هېودونو ترمينځھ د مضبوطې …

اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي زير فواد حسېن چوهدري وئيلي دي د وزيراعظم عمران خان وژن پاكستان د مدينې رياست په ډول جوړول دي۔ د شهزاده محمد بن سلمان خيالات هم په دې اقدارو اډانه دي۔ سعودي عربستان سره اړيكي په اقتصادي رابطو او د اسلامي ورورولۍ په خپلولۍ تړلې دي۔ اسلام آباد كښې فېصل مسجد د دواړو هېودونو ترمينځھ د مضبوطې رشتې عكاسي كوي۔ مونږ سعودي وګړو ته د وېزې خاص اسانۍ وركړي دي۔ د پاكستان او سعودي عربستان ترمينځھ اړيكې په تزويراتي همكارۍ كښې بدلول غواړو۔ پاكستان كښې د سېلګرۍ بلها ځايونه دي۔ غواړو چې د عرب هېوادونو وګړي د اروپا په ځائې سېلګرۍ له پاكستان ته راځي۔ په دې لړ كښې به د تفاهم يو يادښت لاس ليك كولې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده سعودي ټي وي چېنل الاخباريه سره مركه كښی وكړه۔ ده ووئيل سعودي عربستان سره اړيكې د وزيراعظم عمران دورو سره لا پراخا شوي دي۔ د پاکستان او سعودی عربستان ترمينځھ د ورورولۍ اړيكې په څو لسيزو محيط دي او هم دغه سبب دې چې د موجوده سعودي حكومت باچا شاه سلمان بن عبد العزيز پاكستان سره اړيكې لا مستحكم كړې دي او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان د اېشيا خپلې دورې پېل د پاكستان نه كوي۔ پاکستان په هر سخت وخت كښې د په مرسته كولو د سعودی عربستان د زړه نه مننه كوي۔ د سعودی ولی عھد دورې په پاك سعودي ميډيا اړيكو د اثراتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل ميډيا د صورت حال عكاسي كوي۔ كه صورتحال مثبت وي نو ميډيا به تاثر مثبت وركوي او كه منفي وي نو منفي تاثر به وركوي۔ لكه څنګه چې اوس ليدلې شي پاكستان او سعودي عربستان كښې مثبت صورتحال دے نو دواړو هېوادونو كښې د مثبت صورتحال عكاسي كېږي۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ترهګرۍ او چاؤدنو څخه نه وېرېږو مونږ زړه ورتيا سره ددې مقابله كوونكې اولس يو۔ پاكستان كښې د سېلګرۍ بلها ځايونه دي۔ غواړو چې د عرب هېوادونو وګړي د اروپا په ځائې سېلګرۍ له پاكستان ته راځي۔ په دې لړ كښې به د تفاهم يو يادښت لاس ليك كولې شي۔ د پاكستان او د سعودي د اطلاعاتو وزارت ترمينځھ د مرستې او رابطو په اړه د اطلاعاتو وفاقي وزيرووئيل دواړه هېوادونه يو ډول چېلنج سره مخ دي او په هر يو پړاؤ كښې خاص خاص چېلنجونه مخې ته وي۔ پخوا د وسلې د جنګونو د زغل چېلنج وو ولې اوس د وژن چېلنج مخې ته دې۔ ولې پاكستان د سعودي ولي عهد شھزاده محمد بن سلمان په وژن عمل كولو سره ددې چېلنجونو مقابله كولې شي۔ ده ووئيل مونږ د سعودي د اطلاعاتو وزارت سره بشپړه مرسته كوو دغسې چې اسلامي روادارۍ ته وده وركړې شي۔

مزید خبریں