اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان په سفارتي توګه ځانله كولو د مودي خوب به چرې ريښتيا نه شي۔ د المان ٬ كاناډا ٬ ازبك ٬ اروپائي ائتلاف خارجه وزيرانو او افغان اولس مشر سره ملاقاتونو سره د پاكستان په سفارتي توګه د ځانله كولو هندي ايجنډا د مينځه تلې ده۔ تېره ورځ ميونخ كښې د سېكورټي كنفرنس په …
هندي ايجنډا د منځه لاړه۔ د پاكستان په سفارتي توګه ځانله كولو د مودي خوب به چرې ريښتيا نه شي ولې چې نړۍ ته حقيقيت معلوم دے۔ د پلوامه پېښه د افسوس وړ ده پاكستان ئې غندنه كوي۔ پاكستان به خپله خاوره ترهګرۍ له كارولو له ورنكړي۔ دا زمونږ ښكاره پالېسي او تږلاره ده۔ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د ميونخ سېكورټي كنفرنس په موقع ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د پاكستان په سفارتي توګه ځانله كولو د مودي خوب به چرې ريښتيا نه شي۔ د المان ٬ كاناډا ٬ ازبك ٬ اروپائي ائتلاف خارجه وزيرانو او افغان اولس مشر سره ملاقاتونو سره د پاكستان په سفارتي توګه د ځانله كولو هندي ايجنډا د مينځه تلې ده۔ تېره ورځ ميونخ كښې د سېكورټي كنفرنس په موقع ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د كنفرنس په اختتام د وړاندې نه زيات اعتماد محسوس وم۔ امريكائي سناتورانو سره ملاقات كښې دا خبره په ډاګه شوې چې هغوي پاكستان سره په ګډه كار كولو ته تيار دي۔ ده ووئيل د پاكستان په سفارتي توګه ځانله كولو د مودي خوب به چرې ريښتيا نه شي ولې چې نړۍ له حقيقت خبر ده۔ ده ووئيل پاكستان ته د پلوامه پېښې هېڅ ګټه نشته۔ ده ووئيل دا د افسوس وړ پېښه ده او پاكستان ددې غندنه كوي۔ ده ووئيل پاكستان كله هم د كوم ځاني زيان يا تشدد په حق كښې نه دے۔ ده ووئيل پاكستان به خپله خاوره ترهګرۍ له د كارولو چاته اجازه ورنكړي دا زمونږ ښكاره پالېسي او تږلاره ده۔ ده ووئيل كه هند ثبوت لري نو وړاندې دې كړي پاكستان به به مرسته وكړي۔ ده ووئيل د تورنو لګولو نه پخوا څه ترلاسه شوي او نه به نن ترلاسه شي۔ ده ووئيل مونږ ته په ځاني زيان افسوس شوې او ځپليو كورنيو سره غمرازي كوو۔ خارجه وزير ووئيل د تحقيق نه غېر د تورونو په لګولو افسوس شوې۔ هند بايد له سياست پرته سوچ وكړي۔ ټاكنې ځي راځي۔ ده ووئيل د منطقې امن ته بايد ترجيح وركړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل امريكائي سناتورانو سره ملاقاتونه ډېر د اطمينان وړ وو هغوي هم پاك امريكا اړيكې يو وارې بيا ښه ليدل غواړي۔ امريكائي سناتوران د امريكائي اولس مشر ټرمپ او وزيراعظم عمران خان ترمينځھ ملاقات كښې خوښي لري او غواړي چې دواړه هېوادونه يو ځائې ناستې سره د سيمې امن او استحكام لپاره سوچ وكړي










