خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د امريكائي پارلماني غړو ميونخ كښې ملاقات پاكستان امريكا سره تجارت ٬ توان او كاروباري څانګو كښې اړيكې زياتول غواړي ګډ مقصدونه ترلاسه كولو له به دوه اړخيزه رابطې پراخا كول او مستحكم كول وي۔ افغانستان كښې امن په ځائې كولو له به پاكستان د امريكائي هڅو ملاتړ روان ساتي او د مسئلې سولييز حل له به د سهولت كار كردار ترسره كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

اسلام آباد ۔16فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي ګډ مقصدونو ترلاسه كولو له د پاكستان او امريكا دوه اړخيزه رابطو پراخه او مستحكم كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان امريكا سره تجارت ٬ توان او كاروباري څانګو كښې اړيكو ته وده وركول غواړي۔ د خارجه دفتر بيان ترمخه ميونخ كښې د ګلوبل سېكورټي كنفرنس په مهال د امريكائي پارلماني غړو پلاوي خارجه وزير شاه محمود …

اسلام آباد ۔16فروری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي ګډ مقصدونو ترلاسه كولو له د پاكستان او امريكا دوه اړخيزه رابطو پراخه او مستحكم كولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاكستان امريكا سره تجارت ٬ توان او كاروباري څانګو كښې اړيكو ته وده وركول غواړي۔ د خارجه دفتر بيان ترمخه ميونخ كښې د ګلوبل سېكورټي كنفرنس په مهال د امريكائي پارلماني غړو پلاوي خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ملاقات وكړو۔ پلاوي كښې 8 سناتوران او د كانګرېس 10 غړي شامل وو۔ د پلاوي مشري ریپبلکن سناتور لنډ سے ګراهم كوله۔ شاہ محمود قرېشی ووئيل پاكستان او امريكا سوئيلي آسيا كښې امن او استحكام له تل هڅې كړي دي۔ د دواړو هېوادونو شريكو ګټو ترلاسه كولو له ګڼ اړخيزه امريكائي اړيكې ضروري دي۔ ده ووئيل پاكستان به افغانستان كښې امن په ځائې كولو له د امريكا د هڅو ملاتړ روان ساتي او د مسئلې سولييز حل له به د سهولت كار كردار ترسره كوي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان كښې امن افغانستان كښې د امن په ځائې كېدو سره تړلې دې۔ ده ووئيل د پاكستان او امريكا ترمينځه ستراتيجيكي همكاري ددواړو هېوادونو په ګټه ده۔ سناتور لنډسے ګراهم د پاكستان او امريكا ترمينځھ د آزاد تجارت په لوظنامې (اېف ټي اېم) كېدو زور راوړو۔

مزید خبریں