اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)لارښود دانيال عزيز وئېلي دي تحريك انصاف په دروغو وئېلو كښې تجربه لري خو د بې بنسټه تورونو ثبوت عدالت ته وړاندې نه كړې شو٬عمران خان وړومبې د اېل اېن جي٬نندي پور او اورنج لائن پروژو كښې د بډو اخستو تورونه لګولې وو خو اوس هغه الزمات چرته دي۔ده ووئيل څنګه چې هغه په وزيراعظم بې بنسټه تورونه ثابت نه كړه دغسې …
تحريك انصاف د دروغو وئېلو تجربه او د عمران خان بيانونه تضاد لري۔دانيال عزيز

مزید خبریں
اسلام آباد 07 دسمبر (اے پي پي)د مسلم ليګ(ن)لارښود دانيال عزيز وئېلي دي تحريك انصاف په دروغو وئېلو كښې تجربه لري خو د بې بنسټه تورونو ثبوت عدالت ته وړاندې نه كړې شو٬عمران خان وړومبې د اېل اېن جي٬نندي پور او اورنج لائن پروژو كښې د بډو اخستو تورونه لګولې وو خو اوس هغه الزمات چرته دي۔ده ووئيل څنګه چې هغه په وزيراعظم بې بنسټه تورونه ثابت نه كړه دغسې به دا الزامات هم ثابت نه شي۔د پانامه ليكس سماعت كښې د دمې پھ مهال د سترې محكمې څخه بهر مېډيا سره خبرو كښې ده ووئيل نن عدالت كښې وئېلي شوي چې په 1997 كښې په وزيراعظم يو كيس چلېدو كوم كښې چې هغه د خپل كاروبار نه لاس په سر شوے ؤ او ټول واك ئې د كورنۍ نورو كسانو ته سپارلے وو نو اوس هغه څنګه ملزم ګرېدې شي۔ده ووئيل په مريم نواز كوم تورنه لګولې شوي٬نن دا ټول تورونه غلط ثابتولو لپاره د مريم نواز آمدن٬ډ ټېكس ګوشوارې٬د آمدن ذريعو پشمول ټول شهادتونه وړاندې كړې شول او ثابته شوه چې د مريم نواز پانه وزيراعظم نه كوي ۔دانيال عزيز ووئيل اوس وخت راغلې چې عمران خان اووائي د بني ګاله زمكه څنګه اخستې شوې ٬عمران خان دروغ وائي چې د جمائما څخه قرض باندې زمكه اخستې شوې او جمائما وائي چې ما عمران خان له د بني ګاله زمكې لپاره پېسې نه دي وركړې











