ریاض 12 فروری (اے پی پی) د سعودی ولی عهد شهزاده محمد بن سلمان په نیرابغ كښې د شاه عبدالله تجارتی بندر ځائې پرانسته وكړه۔ د سعودی ميډيا له مخې دا بندرځائې د هېواد پشمول د سيمې تجارتی جدید بندرځائې دې كوم چې په کنګ عبدالله اکنامک سټی دې دې۔ دا د خپلې استراتيجكي محل وقوع او جدید ټیکنالوجی لرونكې يو منفرد بندرځائې دې۔ دا بندرځائې د سعودی عرب په آبادۍ كښې متوقع زياتوالې تر نظر ساتلو سره جوړ شوې دې۔ جون 2020ء كښې به د دې بندرځائې ټول تعمیراتی کار بشپړ شي چې ورسره به ګڼو ځوانانو ته روزګار ترلاسه شي۔ ولی عهد په دې موقع د کنګ عبدالله بندرځائې تعارفی فلم هم وښودلو۔