اسلام آباد ۔ 10 فروری (اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قرېشی وئيلي دي متحده عرب امارات كښې كېدونكي ګلوبل ګورننس سمټ كښې به وزیراعظم عمران خان د كليدي سپيكر په حېث د خيالاتو څرګندونه كوي ۔ د وزيراعظم هڅه ده چې يو داسې ماډل معارفي او داسې اداره جاتي اصلاحات رامخې ته كړي چې ورسره د ادارو پرفارمنس پياوړې كړې شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ وزيراعظم عمران خان سره د متحده عرب امارات په يوه ورځنۍ دوره روانېدو څخه وړاندې ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ وفاقي وزير ووئيل دا د متحده عرب امارات يوه ورځنۍ دوره ده د كومې بلنه چې وزيراعظم ته وركړې شوې۔ متحده عرب امارات كښې ګلوبل ګورننس سمټ كېږي كوم كښې به چې وزيراعظم عمران خان د كليدي سپيكر په حېث د خيالاتو څرګندونه كوي۔ ده ووئيل ګورننس يوه داسې ايشو ده كومې ته چې زمونږ منطقه او په خاص توګه پاكستان زياته اړتيا لري۔ ده ووئيل زمونږ ډېرې مسئلې د بد ګورننس په نتيجه كښې پېدا شوي دي ځكه د وزيراعظم به هڅه وي چې يو داسې ماډل معارفي او داسې اداره جاتي اصلاحات رامخې ته كړي چې ورسره د ادارو پرفارمنس پياوړې كړې شي۔ ده ووئيل ددې دورې په مهال به د آئي اېم ا ېف مشرې سره زمونږ ملاقات كېږي۔ پاكستان غواړي چې هغه آئي اېم اېف سره داسې شرطونو سره مخ په وړاندې لاړ شي كومو سره چې په پاكستاني اولس ناروا بوج رانشي۔ ده ووئيل د یو اے ای کراؤن پرنس او نورو اعلی مشرتابه سره به د دوه اړخيزه اړيكو په اړه ملاقات او مذاكرات هم كېږي