اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په "اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ كنفرنس"كښې ګډون لپاره د فرانس پايه تخت پېرس ته رسېدلې۔ د خزانې وزير اسحاق ډار به په پېرس كښې د فرانس پرمختيائي ادارې"اے اېف ډي" په 75 سالګره دستوره كښې هم ګډون كوي۔ د فرانسيسي اولس مشر فرانسوا اولاند به په دې موقع خاص مېلما وي۔ د اے اېف ډي په دستوره …
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار”اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ كنفرنس”كښې ګډون كولو لپاره پېرس ته ورسېد

مزید خبریں
اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په “اوپن ګورنمنټ پارټنرشپ كنفرنس”كښې ګډون لپاره د فرانس پايه تخت پېرس ته رسېدلې۔ د خزانې وزير اسحاق ډار به په پېرس كښې د فرانس پرمختيائي ادارې”اے اېف ډي” په 75 سالګره دستوره كښې هم ګډون كوي۔ د فرانسيسي اولس مشر فرانسوا اولاند به په دې موقع خاص مېلما وي۔ د اے اېف ډي په دستوره كښې به د فرانس خارجه وزير٬د ګني اولس مشر٬د هيټي وزيراعظم٬د سري لنكا خزانې وزير هم ګډون كوي۔ په پېرس كښې د دسمبر تر 9مه نېټه په روان”اوپن ګورنمنټ پارټنر شپ كنفرنس”كښې د 70 هېوادونو مشران ګډون كوي۔ په كنفرنس كښې به د شفافيت٬احتساب٬ګډ ګورننس او سماجي او اقتصادي پرمختګ څانګو كښې پھ مرسته بحث كولې شي۔ د خزانې وزير اسحاق ډار به د ګورننس په اړه د نړيوالو مشرانو په ګول ميز كنفرنس كښې هم ګډون كوي او د فرانس مشرانو سره به دوه اړخيزه ملاقاتونه هم كوي











