
کابل 06 فروري (اے پي پي) د افغانستان په شمالي ختيز ولايت تخار كښې دوه خبريالان وژلې شوې دي۔ د افغان ژورنالېسټس سېفټي كمېټۍ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ځائي راډيو هم صدا سره تړون لرونكې شفیق آریا او په رحیم اللہ دوو نامعلومو وسله والو په دفتر دننه ډزې كړې څوك چې د اشتهار په بهانه راډيو ته راغلې وو۔ ځائي چارواكو له مخې په سمدستي توګه د قتل وجه نه ده معلومه شوې او پلټنې پېل كړې شوې ۔ افغان ژورنالېسټس سېفټي كمېټۍ د پېښې په سختو ټكو غندنه كولو سره په پېښه كښې ككړ كسان انصاف سره د مخ كولو غوښتنه كړې ده۔ د افغان ژورنالېسټس سېفټي كمېټۍ له مخې تېر كال په افغانستان كښې 18 خبريالان وژلې شوي وو