سرينګر 06 دسمبر (اے پي پي﴾ مقبوضه كشمير كښې د روان احتجاجي تحريك 150 ورځې تر سره شوې٬ په دې موده كښې هندي بوځ د 110 نه زيات كسان شهيدان كړي٬ 16 زره كسان ژوبل شوي او 10 زره ځوانان نيولې شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په مقبوضه سيمه كښې دا تر ټولو اوږد هړتال دے كوم چې لا اوس هم روان دے۔ قبضه كوونكې انتظاميې تر …
مقبوضه كشمير كښې د روان احتجاجي تحريك 150 ورځې تر سره شوې٬ په دې موده كښې هندي بوځ د 110 نه زيات كسان شهيدان كړي

مزید خبریں
سرينګر 06 دسمبر (اے پي پي﴾ مقبوضه كشمير كښې د روان احتجاجي تحريك 150 ورځې تر سره شوې٬ په دې موده كښې هندي بوځ د 110 نه زيات كسان شهيدان كړي٬ 16 زره كسان ژوبل شوي او 10 زره ځوانان نيولې شوي دي۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې په مقبوضه سيمه كښې دا تر ټولو اوږد هړتال دے كوم چې لا اوس هم روان دے۔ قبضه كوونكې انتظاميې تر ډېرې مودې كرفيو په ځائ ساتلې او بندېزونه ئې لګولي۔د 150 ورځو په مهال د زرګونو په شمېر احتجاجي لاريونونه شوي۔ په دې كښې د هندي عسكرو لخوا د تشدد په نتيجه كښې 16 زره كسان ژوبل شوي چې پكښې 7 زره كسان د بلټ او پېلټ لګېدو له امله ژوبل شوي او 1247 كسان د بصارت نه محروم شوي دي










