په كانګو كښې د امنيتي ځواكونو او د جنګيالو ترمېنځه په نښتو كښې 22 كسان مړه شوي دي

كنساشا 03 فروري (اے پي پي) د افريقې په كانګو هېواد كښې د امنيتي ځواكونو او د جنګيالو ترمېنځه په نښتو كښې 22 كسان مړه شوي دي۔ د پوځ سيمه ايز وياند له مخې دا نښتې په بيني سيمه كښې د بائي بائي په نوم د جنګيالو ډلې سره شوې دي چې پكښې دوه عسكر هم وژل شوي دي۔ ده ووئيل چې په نښتو كښې 20 جنګيالي وژل شوي دي۔ دا نښتې هغه مهال پېل شوې كله چې پوځ د بائي بائي ډلې په دوه پټنځايونو بريد وكړو۔