په مقبوضه كشمير كښې د هندي وزيراعظم د دورې په ضد په مكمل توګه هړتال وكړے شو

سرينګر 03 فرروي (اے پي پي) په مقبوضه كشمير كښې د هندي وزيراعظم د دورې په ضد په مكمل توګه هړتال وكړے شو٬ د حريت مشران په كورونو او تاڼو كښې نظر بند كړے شول٬ موبائل او ټرېن سروس معطل كړې شوې۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د هړتال غږ د سيد علي ګېلاني٬ مير واعظ عمر فاروق او د محمد ياسين پشمول د حريت مشرانو كړے و او كشمير هائي كورټ بار اېسوسي اېشن د دې ملاتړ كړے۔ نرېندر مودي په سرينګر٬ لداخ او جمو كښې د بېلا بېلو پرمختيائي پروژو پرانستې لپاره د مقبوضه سيمې دوره كوي۔ قابض انتظاميې د حريت مشران٬ سيد علي ګېلاني ،میرواعظ عمرفاروق، محمد اشرف صحرائی ، مختار احمد وازہ،هلال احمد وار،جاوید احمد میر او مولوی بشیر احمد عرفانی په كورونو او تاڼو كښې نظر بند كړي دي۔ قابض انتظاميې په مقبوضه سيمه كښې موبائل انټرنېټ او ټرېن سروس هم معطل كړے دے۔