د پوليو كاركنانو عزم به پاكستان د پوليو نه د پاك هېواد جوړولو مقصد باوري كړي٬ عرفان په 2 لكه 60 زره اتلانو كښې يو دے كوم چې په ډېرو سختو موسمي حالاتو كښې د پوليو څاڅكي وركولو لپاره ماشومانو ته رسي۔ د وزيراعظم عمران خان د پوليو وركر عرفان سره تصوير سره ټويټ د وزيراعظم سلام پوليو وركر هېش ټېګ په سوشل مېډيا ټاپ ټرېنډ جوړ شو

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پوليو كاركنانو عزم به پاكستان د پوليو نه د پاك هېواد جوړولو مقصد باوري كړي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د پوليو يو وركر عرفان تصوير سره په خپل ټويټ كښې كړې۔ د عرفان دا تصوير په سوشل مېډيا وائرل دے په كوم كښې چې هغه په سخت ساړه كښې په سوات كښې خپل …

اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د پوليو كاركنانو عزم به پاكستان د پوليو نه د پاك هېواد جوړولو مقصد باوري كړي۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ د پوليو يو وركر عرفان تصوير سره په خپل ټويټ كښې كړې۔ د عرفان دا تصوير په سوشل مېډيا وائرل دے په كوم كښې چې هغه په سخت ساړه كښې په سوات كښې خپل پوليو كټ اوچتولو سره په څو فټه واوره كښې لار جوړولو سره فرض ادا كولو لپاره د منزل په پلو روان ليدل كېږي۔ وزيراعظم عرفان سره خپل يو عكس هم شريك كړے كوم چې ده سره د وزيراعظم په دفتر كښې تېره ورځ ملاقات كړے و په كوم كښې چې وزيراعظم ماشومان د پوليو نه بچ كولو لپاره د ده او د هغه د ملګرو جذبه ستائيلې۔ وزيراعظم په خپل ټويټ كښې وئيلي دي چې عرفان په 2 لكه 60 زره اتلانو كښې يو دے كوم چې په ډېرو سختو موسمي حالاتو كښې د پوليو څاڅكي وركولو لپاره ماشومانو ته رسي۔ وزيراعظم ووئيل چې دا وائرل وېډيو هر يو تن لپاره د احترام او د فخر د احساس وړ ده۔ د وزيراعظم عمران خان سلام پوليو وركر هېش ټېګ په سوشل مېډيا ټاپ ټرېنډ جوړ شوے۔ په دې كښې وزيراعظم وئيلي دي چې داسې جذبې سره به مونږ د پوليو نه پاك قوم د جوړولو مقصد ترلاسه كولو جوګه شو

مزید خبریں