اسرائیلی ځواكونو 18 فلسطيني وګړي ونيول

غزہ۔ 31 جنوری(اے پی پی) اسرائیلی ځواكونو د اردن درياب لوئيديزې غاړې سيمې څخه 18 فلسطيني وګړي نيولي دي۔ د فلسطين ابلاغ ذريعو ترمخه د اسرائيل تر قبضې لاندې د اردن درياب لوئيديزې سيمې او ختيځ قدس كښې په زياتره كورونو چھاپې وهلو سره اسرائيلي ځواك 18 فلسطيني وګړي حراست كښې اخستلې دي او په دوئي ئې ترهګرۍ كښې د ككړ كېدو تور لګولې دې۔ حراست كښې اخستلې شويو فلسطيني …

غزہ۔ 31 جنوری(اے پی پی) اسرائیلی ځواكونو د اردن درياب لوئيديزې غاړې سيمې څخه 18 فلسطيني وګړي نيولي دي۔ د فلسطين ابلاغ ذريعو ترمخه د اسرائيل تر قبضې لاندې د اردن درياب لوئيديزې سيمې او ختيځ قدس كښې په زياتره كورونو چھاپې وهلو سره اسرائيلي ځواك 18 فلسطيني وګړي حراست كښې اخستلې دي او په دوئي ئې ترهګرۍ كښې د ككړ كېدو تور لګولې دې۔ حراست كښې اخستلې شويو فلسطيني وګړو كښې مېرمنې او كوچنيان هم شامل دي۔ د فلسطين د سركاري ذريعو وېنا ترمخه د اسرائيل په زندانونو كښې دا مهال نزدې 270 كوچنيان او 6 زره مېرمنې بنديوانې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې د اسرائيلي پوځ لخوا حراست كښې اخستونكي كسان د كومو پلټنيو نه ځانله زندان كښې ساتلې شي او حراست كښې په اخستلې شويو كسانو ته د تور لګېدو په صورت كښې د 5 كاله زندان سزا اورولې شي۔