اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي چې پاكستان منطقه كښې امن غواړي دا يو ښه څيز كېدو سره سره زمونږ خپلواكي او اقتصادي پرمختګ هم امن سره تړلې٬سي پېك منصوبه كښې مونږ لويه سرمايه كاري كړې٬د دې كبله دلته كه امن وي نو راهداري به روانه وي او د روسيه پشمول د مينځنۍ آسيا ټولو هېوادونو ته مو راهداري جوړه كړې او …
د سي پیك په شكل كښې د روسيه پشمول د مينځنۍ آسيا ټولو هېوادونو له يوه راهداري جوړه كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 05 دسمبر (اے پي پي)د وزيراعظم وياند ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي چې پاكستان منطقه كښې امن غواړي دا يو ښه څيز كېدو سره سره زمونږ خپلواكي او اقتصادي پرمختګ هم امن سره تړلې٬سي پېك منصوبه كښې مونږ لويه سرمايه كاري كړې٬د دې كبله دلته كه امن وي نو راهداري به روانه وي او د روسيه پشمول د مينځنۍ آسيا ټولو هېوادونو ته مو راهداري جوړه كړې او دوي ته مو د جنګونو نه كولو وئېلو سره د اقتصادي پرمختګ په عمل كښې د ګډون كولو وئېل دي دغسې چې دا منطقه پرمختګ وكړي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې تېره ورځ د پي ټي وي يو پروګرام سيدهي بات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ده ووئيل پاكستان يو امن خوښونكې هېواد دے او د امن لپاره ښكاره خارجي پالېسي لري٬د دې په شاه زمونږ اقتصادي پرمختګ دې او د دې لا زياتولو له مونږ هر كنفرنس كښې ګډون كوو او د نړۍ په هر فورم دا غږ پورته كوو چې پاكستان يو امن خوښونكې هېواد دې۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل افغانستان كښې ټول ترهه ګر تنظيمونه چې پكښې ټي ټي پي٬القاعده او داعش موجود دي۔د هندي را ايجنټ كلبهوشن ياديو د پاكستان څخه نيول كېدو نه وروستو د دې خبرې جواز نه پاتې كېږي چې ترهه ګري كوم ځاې نه كېږي او څوك يې كوي۔د هند مكرو مخ نړۍ ته په ډاګه شوې۔نړۍ ته پته لګېدلې چې د لائن آف كنټرول پشمول مقبوضه كشمير كښې هندي جارحيت روان دې او د بشري حقونو ښكاره خلاف ورزي كېږي











