روس حماس او د فلسطين نورو ډلو له ماسكو كښې د خبرو اترو بلنه وركړه

غزه 29 جنوري(اے پي پي) روس حماس او د فلسطين نورو ډلو له ماسكو كښې د خبرو اترو بلنه وركړې ده ۔د تركيې خبر رسنې ادارې راپور له مخې دا بلنه د روسيې حكومت سره تړون لرونكې تهنك ټينك انسټي ټيوټ آف دي اورينټل سټډيز آف سي رېشين اكېډمي آف سائنسز د اړخه وركړی شوې د كومې تصديق چې حماس هم كړی ٬د حماس د اړخه جاري شوي بيان له …

غزه 29 جنوري(اے پي پي) روس حماس او د فلسطين نورو ډلو له ماسكو كښې د خبرو اترو بلنه وركړې ده ۔د تركيې خبر رسنې ادارې راپور له مخې دا بلنه د روسيې حكومت سره تړون لرونكې تهنك ټينك انسټي ټيوټ آف دي اورينټل سټډيز آف سي رېشين اكېډمي آف سائنسز د اړخه وركړی شوې د كومې تصديق چې حماس هم كړی ٬د حماس د اړخه جاري شوي بيان له مخې تر راروانې مياشت كېدونكو خبرو اترو كښې به د فلسطين كورني صورتحال٬د فلسطين په بېلو ډلو كښې د اختلافاتو ختمولو امكاناتو پشمول په ګڼو چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔دا خبره دې ياده وي چې د حماس مشر راروانه مياشت كښې د روس دوره كوله خو هغه دا دوره ځنډولې وه