ملتان ۔26جنوری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرشي وئيلي دي چې د سعودي عربستان پلاوې راروانه مياشت پاكستان ته راځي۔ سعودی حکمران به د پاكستان دورې په مهال لويه سرمايه كاري اعلان كړي۔ سعودي د 3 اربه ډالرو تېل قرض راكولو ته تيار شوې دې۔ د پاكستان وزيراعظم د قطر دوره كاميابه وه۔ قطر به سباؤن كښې د هندوستان په ځائې پاكستان څخه غله اخلي۔ د قطر امير هاؤسنګ …
نېك نيتۍ سره سوئيلي پنجاب صوبه جوړول غواړو ولې فسادي خلق د صوبې په نوم جنګ كول غواړي۔ د سعودي عربستان پلاوې راروانه مياشت پاكستان ته راځي۔ سعودي حكمران به د پاكستان دورې په مهال لويه سرمايه كاري اعلان كړي۔ قطر به سباؤن كښې د هندوستان په ځائې پاكستان څخه غله ا خلي۔ مخدوم شاه محمود قرېشي
ملتان ۔26جنوری(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرشي وئيلي دي چې د سعودي عربستان پلاوې راروانه مياشت پاكستان ته راځي۔ سعودی حکمران به د پاكستان دورې په مهال لويه سرمايه كاري اعلان كړي۔ سعودي د 3 اربه ډالرو تېل قرض راكولو ته تيار شوې دې۔ د پاكستان وزيراعظم د قطر دوره كاميابه وه۔ قطر به سباؤن كښې د هندوستان په ځائې پاكستان څخه غله اخلي۔ د قطر امير هاؤسنګ ٬ كركيلې او د سېلګرۍ په شمول يو شمېر څانګو كښې د لوظنامونو او سرمايه كارۍ كولو اعلان كړې دې۔ عرب اماراتو څخه 3 اربه ډالر اخستلو كښې كامياب شوي يو۔ زمونږ د كاميابې خارجه پالسۍ لامله ملګرو هېوادونو مونږ سره د مرستې كولو او بېلو څانګو كښې د سرمايه كارۍ كولو اشاره وركړې ده چې ورسره به د هېواد معيشت مضبوط شي۔ د هېواد په خارجه پالېسۍ كښې جدت راولو۔ دې څخه وړاندې به زمونږ سفارتكارو په يوه مخصوصه دائره كښې پاتې كېدو سره كار كولو ولې اوس به سفارت كار خارجي سفارت كارۍ سره سره معاشي سفارتكارۍ او د سائنسي سفارتكارۍ نوې اړيكو ته هم پام ګرځوي۔ د معاشي سرمايه كارۍ لامله به پاكستان كښې بهرنۍ سرمايه كاري زياته شي او د هېواد معيشت به مخ په وړاندې لاړ شي۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ د اېن اے 156 بېلو یونين کونسلو د استقاليې دستورو ٬ پلاويو سره ملاقات او د بېلو يونين كونسلو دورې په مهال وكړه۔ په دې مهال ده د تحريك انصاف كارمندانو سره ملاقاتونه هم وكړل۔ ددوئي مسئلې ئې واورېدلې او ددې حل لپاره ئې په موقع احكام جاري كړل۔ ده ووئيل سوئيلي پنجاب صوبه يو حقيقت دې او دا مونږ نېك نيتۍ سره جوړول غواړو ولې فسادي خلق ددې په نوم جنګ كوي۔ ده ووئيل د سوئيلي پنجاب اولس د كال 2018ﺀ ټاكنو كښې مونږ ته لوئې مېنډېټ راكړې دې۔ تحريك انصاف د سوئيلي پنجاب د اولس د مېنډېټ احترام كوي او ددې ځائې د اولس د خوښې ترمخه د سوئيلي پنجاب صوبې جوړولو هوم ورك پېل شوې دې۔ ده ووئيل اسمبلۍ كښې نوې صوبې له قانون سازۍ له د نورو ګوندونو مرستې ته اړتيا وي۔ ده هيله ولرله چې په مسئله به ټول سياسي ګوندونه د تحريك انصاف ملګرتيا وكړي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف حكومت په مېرټ او انصاف باور لري۔ ده ووئيل د ساهيوال په پېښه راته خفګان شوې ولې باور دركوم چې د غفلت مرتكب سي ټي ډي اهلكارو ته به د دوئي د جرم ترمخه سزا وركولې شي دغسې چې سباؤن كښې دا ډول كومه پېښه رامخې ته نه شي۔












