د كشميري اولس قربانۍ به بې ضائع تلو له ورنكړې شي۔ په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو به د مظلوم كشميري اولس په حق كښې غږ پورته كوو۔ نن كشميرې اولس د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ د آزادۍ حق په زبردستۍ اخستونكې او د تش لاسي كشميري اولس په وينو رنګ هند په كومه خله د جمهوريت خبره كوي۔ د كشميري اولس په حق كښې د سېكورټي كونسل په قراردادونو بايد عملدرآمد وكړې شي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي

اسلام آباد ۔ 26 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كشميري اولس قربانۍ به بې ضائع تلو له ورنكړې شي۔ په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو به د مظلوم كشميري اولس په حق كښې غږ پورته كوو۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل نن كشميرې اولس د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ د آزادۍ حق …

اسلام آباد ۔ 26 جنوری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كشميري اولس قربانۍ به بې ضائع تلو له ورنكړې شي۔ په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو به د مظلوم كشميري اولس په حق كښې غږ پورته كوو۔ د خالي په ورځ خپل بيان كښې ده ووئيل نن كشميرې اولس د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي۔ د آزادۍ حق په زبردستۍ اخستونكې او د تش لاسي كشميري اولس په وينو رنګ هند په كومه خله د جمهوريت خبره كوي۔ ده ووئيل د كشميري اولس په حق كښې د سېكورټي كونسل په قراردادونو بايد عملدرآمد وكړې شي۔ خارجه وزير ووئيل د جمهوريت ادعا كوؤنكي هېواد هند په مقبوضه كشمير كښې د ظلم او زياتي تر ټولو بد مثال قائم كړې دې۔ ده ووئيل د كشميري اولس قربانۍ به بې ضائع تلو له ورنكړې شي۔ په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو فورمونو به د مظلوم كشميري اولس په حق كښې غږ پورته كوو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريانو د خالي ورځې د هند 70 مه د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځله او د هندي ظلمونو په ضد ئې لاريونونه وويستل۔