د جمهوري او مستحكم پاكستان لپاره به په ګډه كار كول وي٬حكومت د مېډيا په آزادۍ باور لري خو ذمه دارانه صحافت د وخت ضرورت دې

كراچۍ 02 دسمبر (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د جمهوري او مستحكم پاكستان لپاره به په ګډه كار كول وي٬حكومت د مېډيا په آزادۍ باور لري خو ذمه دارانه صحافت د وخت ضرورت دې٬ د خبريالانو امنيت او سيفټي لپاره قانون سازي پیل شوې او ټولو اسټيك هولډرز سره د مشاورت څخه وروستو به د راتلونكي كال پھ پېل كښې بل په …

كراچۍ 02 دسمبر (اے پی پی)د اطلاعاتو او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې د جمهوري او مستحكم پاكستان لپاره به په ګډه كار كول وي٬حكومت د مېډيا په آزادۍ باور لري خو ذمه دارانه صحافت د وخت ضرورت دې٬ د خبريالانو امنيت او سيفټي لپاره قانون سازي پیل شوې او ټولو اسټيك هولډرز سره د مشاورت څخه وروستو به د راتلونكي كال پھ پېل كښې بل په پارلمان كښې وړاندې كړو۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې پھ ورځ كونسل آف پاكستان نيوز پيپرز ايډيټرز(سي پي اېن اي)عهديدارانو او غړو سره د كونسل پھ هېډآفس كراچۍ كښې د ملاقات په مهال خبرو كښې كړې۔پھ دې موقع د سي پي اېن اي صدر سينئر خبريال ضياﺀ شاهد٬جنرل سېكتر اعجاز الحق او نورو عهديداران او غړي هم موجود وو۔مريم اونګزېب پھ دې موقع ووئيل اوسني حكومت هېواد كښې د ترهه ګرۍ او كراچۍ څخه د بدامنۍ خاتمې لپاره عمليات پیل كړي چې مثبت نتيجې ئې رامخې ته شوي۔دې ووئيل كراچۍ څخه تر حېدر آباد موټروے جوړولو كار پیل شوې او د حېدر آباد څخه سكهر او سكهر څخه ملتان موټروے به هم د اوسني حكومت په دور كښې بشپړه شي۔دې ووئيل د محمد نواز شريف حكومت مستحكم كېږي ولې چې صفا نيت او په لويې څښتن باور لري٬هغه د پاكستان او اولس پرمختګ او څوكالۍ له ګامونه پورته كوي۔دې ووئيل محمد نواز شريف هېواد ترهه ګرۍ څخه پاك كړې٬موټروے ئې جوړې كړي٬د توان منصوبې پروګرام ٬پبلك ټرانسپورټ٬د پاكستان وړومبې هېلت انشورنس پروګرام او تعليمي اصلاحاتي پروګرامونه ئې پېل كړي دي۔ نن پاكستان ته د محمد نواز شريف ضرورت دې۔دې ووئيل مېډيا دې د جمهوريت او جمهوري اقدار لپاره مهم كردار ادا كړی٬د خبريالانو امنيت پھ اړه د نړۍ نورو هېوادونو كښې قوانين موجود دي او پھ دې مونږ هم كار پیل كړې۔دې ووئيل چې پھ دې اړه د ټول اسټيك هولډزر پشمول سي پي اېن اي سره د مشاورت څخه وروستو به پارلمان كښې وړاندې كولې شي۔دوهمې وزيرې ووئيل چې مونږ په حكومتي كچ د خبريالانو تربيت كول غواړو د دې مقصد لپاره د اطلاعاتو وزارت اكېډمي فعال جوړول دي۔د خبريالانو د تربيت لپاره وړومبې ماډل تيارول په پړاؤ كښې دي۔دې ووئيل مونږ ادارې مضبوطول غواړو۔مريم اورنګزېب ووئيل اليكټرانك مېډيا كښې د اېډيټوريل كمېټو فعالول ضروري دي۔دې ووئيل د مهذب ټولنې په جوړولو كښې د مېډيا كردار مهم دے۔دې ووئيل چې ګرد هېواد كښې پرېس كلبونه مستحكم كول هم د حكومت پھ ترجيحاتو كښې شامل دي او د مېرمنو خبريالانو لپاره هم په ځينو پروژو غور كېږي۔دې ووئيل د خبريالانو اداره جاتي او پېشه وره تربيت ته هم پام كېږي۔د سي پي اېن اي غړو د دوهمې وزيرې د مېډيا په اړه ترجيحات وستائل په كوم چې دوهمې وزيرې وووئيل د خبريالانو د آزادۍ او خبريالانو ته رامخې ته شوې مسئلو په اړه د مثبت تجاويز هركلې كولې شي او د دوي په پالېسو به غور كولې ش

مزید خبریں