ممبئی ۔ 16 جنوری (اے پی پی) د هند مهاراشټرا رياست په نندور سيمه كښې د بېړۍ اپوټه كېدو پېښې په نتيجه كښې 6 كسان ډوبېده سره مړه او 41 نور ژوبل شوي دي۔ د تفصیلاتو ترمخه د نندور دھړ نومې كلي څخه يوه بېړۍ نرمادا درياب كښې د توازن خرابېدو لامله اپوټه شوه۔ دې بېړۍ دا كسان په يوه مهذبي دستوره كښې ګډون كولو له له درياب پورې غاړه وړل۔ د پوليس ترمخه په بېړۍ د ګنجائش نه زيات كسان ناست وو۔ بلخوا د مرستې ډلو د 6 كسانو مړي درياب څخه ويستلي دي۔ په روغتون كښې ژوبل شويو كسانو كښې د ځينو حالت اندېښمن ښودلې شوې چې لامله ئې د مړو په شمېره كښې زياتوالې كېدې شي