پاكستان آذربائیجان سره خپلې اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ سږ كال به د دواړو هېوادونو يو شمېر لوظنامې لاس ليك شي

اسلام آباد ۔ یکم دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفافي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي پاكستان آذربائيجان سره خپلې اړېكې ډېر مهمې ګڼې او سره د بېلو څانګو دا لا مستحكمول غواړي۔ سږ كال به د دواړو هېوادونو ترمينځھ بېلو څانګو كښې يو شمېر لوظنامې لاس ليك شي۔ وفاقي وزير تېره ورځ د آذربائیجان آزادی 25 مې كليزې او د پاكستان او آذربائیجان اړيكو په سرخط كنفرنس ته …

اسلام آباد ۔ یکم دسمبر(اے پی پی) د تجارت وفافي وزير انجينئر خرم دستګير خان وئيلي دي پاكستان آذربائيجان سره خپلې اړېكې ډېر مهمې ګڼې او سره د بېلو څانګو دا لا مستحكمول غواړي۔ سږ كال به د دواړو هېوادونو ترمينځھ بېلو څانګو كښې يو شمېر لوظنامې لاس ليك شي۔ وفاقي وزير تېره ورځ د آذربائیجان آزادی 25 مې كليزې او د پاكستان او آذربائیجان اړيكو په سرخط كنفرنس ته خطاب كښې ووئيل پاکستان د ملګرو ملتونو په شمول په بېلو فورمونو آذربائیجان سره كار كوي او كشمير لپاره د رابطه ګروپ په لړ كښې د آذربائیجان کردار ته د قدر په سترګه ګوري۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ له به د تجارت په شمول بېلو څانګو كښې خپلې اړيكې لا مضبوطول وي۔ وفاقي وزير په دې مهال سوداګرو او سېلګرو لپاره د وېزې نظام آسانولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل پاكستان به د آذربائیجان سېلګرو ته هركلې وائي۔ وفاقي وزير د كال 2005 ء زلزله او سېلاب ځپيليو په مرسته كولو د آذربائیجان ستائنه وكړه۔ په دې مهال پاكستان كښې د آذربائیجان سفیر علی علی زادہ خپل خطاب كښې ووئيل آذربائیجان به د كشمير په مسئله د پاكستان د دريځ ملاتړ روان ساتي۔ ده ووئيل آذربائیجان پاکستان سره خپلې اړيكې ډېرې مهمې ګڼي۔ دواړه هېوادونو يو بل سره په مذهبي ٬ تاريخي او كلتوري اړيكو تړلي شوي۔ سفير د نګورنو کاراباخ په سيمه د آرمینیا جارحیت په ضد د آذربائیجان د دريځ په ملاتړ كولو د پاكستان مننه وكړه۔ ده ووئيل د آرمینیا په نه تسليمولو مونږ پاكستان سره د يووالي څرګندونه كوؤ۔ ده په اوسنيو كالونو كښې د پاكستانو وزيرانو د آذربائیجان دوره هم وستائله۔ ده ووئيل مونږ د دفاع په شمول بېلو څانګو كښې مرستې ته وده وركول غواړوِ سفير ووئيل آذربائیجان به د تعليم او روغتيا په شمول بېلو څانګو كښې خپله مرسته جاري ساتي

مزید خبریں