د اېران خارجه وزير عراقي اولس مشر سره ملاقات وكړو

بغداد 15 جنوري (اے پي پي) د اېران خارجه وزير محمد جواد ظريف د عراق اولس مشر برهم صالح سره ملاقات كړے۔ د اېران د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې شوې دي۔ په دې موقع د اېران خارجه وزير جواد ظريف ووئيل چې د اېران او عراق اړيكې مخ په وړاندې بوتللې شوې دي۔ د اېران خارجه وزير د عراق دورې په مهال د عراق خارجه وزير او وزيراعظم سره هم ملاقات كړے