هرارې 15 جنوري (اے پي پي) په زمبابوے كښې د پېټرول بېعې لوړېدو په ضد په مظاهرو كښې ګڼ شمېر كسان مړه او 200 نيول شوي دي۔ د ځائي چارواكو له مخې د احتجاج په مهال د يو شمېر پوليس اهلكار پشمول ګڼ شمېر مظاهرچيان ژوبل شوي هم دي۔ د ځائي مېډيا له مخې د هېواد پايه تخت هرارې او د هېواد دوهم لوي ښار بلاوايو مظاهرچيانو نيولې دے او دوكانونه ئې لوټلي دي۔ د چارواكو له مخې په دې مهال دوه سوه كسان نيول شوي هم دي۔ د يادونې وړ ده چې په زمبابوے كښې د اتوار په ورځ د پېټرول او ډيزل بېعې يو په دوه كړې شوې دي