تهران 09 جنوري (اے پي پي)ايران د افغان دولت او طالبانو په يوه لوظ نامه رسېدلو له د هغوي ترمينځه د خبرو اترو ملاتړ له چمتو دے۔دا خبره د ايران سپريم ليډر اعلٰی پوځي صلاحكار ميجر جنرال حسن فيروز آبادي د شورو په ورځ د ايران خبري ايجنسۍ سره خپله يوه مركه كښې وكړه۔ده ووئيل ايران د نړيوال قواعدو او ضابطو فريم ورك كښې د طالبانو سره د خبرو اترو …
ايران د افغان حكومت او طالبانو ترمينځه د خبرو اترو ملاتړ له د پخلي څرګندونه وكړه

مزید خبریں
تهران 09 جنوري (اے پي پي)ايران د افغان دولت او طالبانو په يوه لوظ نامه رسېدلو له د هغوي ترمينځه د خبرو اترو ملاتړ له چمتو دے۔دا خبره د ايران سپريم ليډر اعلٰی پوځي صلاحكار ميجر جنرال حسن فيروز آبادي د شورو په ورځ د ايران خبري ايجنسۍ سره خپله يوه مركه كښې وكړه۔ده ووئيل ايران د نړيوال قواعدو او ضابطو فريم ورك كښې د طالبانو سره د خبرو اترو عمل روان ساتلې ۔ده په افغانستان كښې امنيت له د ودې وركولو په اهميت زور راوړولو سره ووئيل طالبان په افغانستان كښې امن راوستلو كښې د كردار ترسره كولو خوښي لري۔ده ووئيل افغانستان د ګاونډي هېواد په حېث د ايران سلامتيا لپاره اهميت لري۔ ٬ هم په دغه وجه د افغان حكومت او طالبانو ترمينځه پھ خبرو اترو كښې د مرستې اتفاق راغلې۔دا خبره دې ياده وي په 31 دسمبر د ايران د خارجه وزارت وياند بهرام قاسمي د دې خبرې تصديق كړی ؤ چې د طالبانو يو پلاوي د ايران دوهم خارجه وزير عباس عراقي سره خبرې اترې كړی وې۔







