د اسلامي بينكاري زياتولو عمل دې ګړندې كړې شي ٬ د اسلامي بينكارۍ نوو پراډكټس معرفي كولو ته دې پام لرنه وكړې شي كړې

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار هېواد كښې اسلامي بينكارۍ ته د ودې وركولو عمل تندولو په اړتيا زور راوړولو سره وئېلي دي ماركيټ كښې د اسلامي بينكارۍ په اړه نوو پراډكټس معرفي كولو ته دې بام لرنه وكړې شي۔ده دا خبره د نهې پھ ورځ د سټېټ بانك پاكستان ګورنر اشرف محمود وتهرا او دوهم ګورنر سعيد احمد سره ملاقات كښې …

اسلام آباد 29 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار هېواد كښې اسلامي بينكارۍ ته د ودې وركولو عمل تندولو په اړتيا زور راوړولو سره وئېلي دي ماركيټ كښې د اسلامي بينكارۍ په اړه نوو پراډكټس معرفي كولو ته دې بام لرنه وكړې شي۔ده دا خبره د نهې پھ ورځ د سټېټ بانك پاكستان ګورنر اشرف محمود وتهرا او دوهم ګورنر سعيد احمد سره ملاقات كښې كړې۔په دې موقع وفاقي وزير ته هېواد كښې اسلامي بينكارۍ ته د ودې وركولو لباره د پورته كړی شويو ګامونو په اړه بريفنګ وركړې شو ٬ده ته ووئيلې شول پاكستان كښې اسلامي بينكاري زياته شوې۔ اسلامي بينكنګ سره اړوندو نوو مصنوعاتو سره به وګړو ته هېواد كښې د بينكنګ ټاكنې لا زياتې موقعې به لاس ورشي ٬ د راپور تر مخه اوسني حكومت د تېرو دريو كلونو په مهال اسلامي بينكارۍ ته خاص پام لرنه كړې او د سكوك بانډز جاري كول د اوسني حكومت اسلامي بينكارۍ ته د ودې وركولو د پرېكړی نتيجه ده۔د خزانې وزير په دې لړ كښې شوې پېشرفت او هڅې وستائېلې۔ده ووئيل هېواد كښې د اسلامي بينكارۍ اصلاحاتو نافذ كولو له د ټولو همكارانو ترمينځه همغږۍ ته اړتيا ده۔پھ دې لړ كښې د اسلامي بينكارۍ ودې لپاره د سټيئرنګ كمېتۍ وړاندېزونه نافذ كولو له د كمېتۍ غونډه په 3 دسمبر 2016 خزانې وزارت كښې رابللې شوې ده

مزید خبریں