رمله ۔ 8 جنوری (اے پی پی) فلسطین كښې د اسیران سټډی سېنټر لخوا جاري كړې شوي راپور كښې وئيلي شوي دي چې د كال 2018ﺀ په مهال كه يو اړخ ته اسرائيلي ځواك د لوئې عمر فلسطيني وګړي بنديوان كړي نو بلخوا ئې لوئې شمېر كوچنيان هم بنديوان كړي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز راپور ترمخه اسرائيلي ځواك په كال 2018ء كښې 980 فلسطینی كوچنيان نيولو سره بنديوان …
اسرائيلي ځواك كال 2018ﺀ كښې 980 فلسطینی كوچنيان بنديوان كړل ٬ راپور

مزید خبریں
رمله ۔ 8 جنوری (اے پی پی) فلسطین كښې د اسیران سټډی سېنټر لخوا جاري كړې شوي راپور كښې وئيلي شوي دي چې د كال 2018ﺀ په مهال كه يو اړخ ته اسرائيلي ځواك د لوئې عمر فلسطيني وګړي بنديوان كړي نو بلخوا ئې لوئې شمېر كوچنيان هم بنديوان كړي دي۔ د فلسطين د اطلاعاتو مركز راپور ترمخه اسرائيلي ځواك په كال 2018ء كښې 980 فلسطینی كوچنيان نيولو سره بنديوان كړي او دوئي ته ئې د لويو جرمانو سزا اورولې ده۔ په نيولې شويو كوچنيانو كښې يو شمېر ژوبل او رنځوران هم شامل دي۔ د اسیران سټډی سېنټر وياند رياض الاشقر وئيلي چې د اسرائيلي پوځ لخوا د وضعې كړې شوې يوې منصوبې ترمخه د فلسطينيانو نوې نسل نيولې شي۔ ریاض الاشقر ووئيل چې تېر كال نيولې شويو كوچنينانو كښې اوس هم 250 كوچنيان په اسرائيلي زندانونو كښې دي۔ د راپور ترمخه په كال 2018ء كښې اسرائيلي ځواك فلسطيني كوچنيانو ته 9 لکھ 97 زره روپۍ جرمانه هم اورولې ده۔







