د سوريه په اړه د اولس مشر ټرمپ دريځ هم هغه دے۔ سپينه مانړۍ

واشنګټن ۔ 8 جنوری (اے پی پی) سپينې مانړۍ وئيلي دي چې د امريكائي اولس مشر ډونلډ ټرمپ دريځ د سوريه په اړه بدل شوې نه دې۔ د المان خپرونې ادارې ترمخه د سپينې مانړۍ مېرمنې وياندې مرسيډيز شليب وئيلي دي چې اولس مشر ټرمپ عرب رياست څخه د امريكا پوځ ويستلو پرېكړه كړې ده او اوس د دفاع څانګه دې جنګ ځپلي هېواد څخه د امريكائي پوځي ډلو حفاظت سره د وتلو يوه منصوبه جوړوي۔ دې ووئيل د اولس مشر ټرمپ او د امريكا لنډ مهاله دفاع وزير ترمينځه بشپړه همغږي موندلې شي