كابل 06 جنوري (اے پي پي) په افغانستان كښې طالبانو 15 حكومتي چارواكي تښتولي دي۔ د ځائي چارواكو له مخې دا كسان د فراه ولايت څخه تښتول شوي دي۔ دا سركاري چارواكي د سهار په وخت د دفتر په پلو روان وو چې طالب جنګيالو وتښتول۔ د مېډيا راپورونو له مخې د افغانستان امنيتي ځواكونو د تښتول شويو كسانو د لټون عمل پېل كړے خو په دې لړ كښې لا تر اوسه كوم پرمختګ نه دې شوے۔