په شمالي عراق كښې د مېرمنو په زندان كښې په نښته كښې 8 مېرمنې مړې او 22 ژوبل شوې دي

بغداد 05 جنوري (اے پي پي) د عراق پوليسو وئيلي دي چې په شمالي عراق كښې د مېرمنو په زندان كښې په نښته كښې 8 مېرمنې مړې او 22 ژوبل شوې دي۔ د پوليسو له مخې د بغداد په الاعظميه سيمه كښې د يو زندان په باورچي خانه كښې د مېرمنو ترمېنځه د نښتې په مهال اور ولګېدو او پكښې 8 مېرمنې مړې شوې۔ د پوليسو له مخې دوه مېرمنې …

بغداد 05 جنوري (اے پي پي) د عراق پوليسو وئيلي دي چې په شمالي عراق كښې د مېرمنو په زندان كښې په نښته كښې 8 مېرمنې مړې او 22 ژوبل شوې دي۔ د پوليسو له مخې د بغداد په الاعظميه سيمه كښې د يو زندان په باورچي خانه كښې د مېرمنو ترمېنځه د نښتې په مهال اور ولګېدو او پكښې 8 مېرمنې مړې شوې۔ د پوليسو له مخې دوه مېرمنې د چاقو وهل كېدو په نتيجه كښې مړې شوې دي او شپږ د اور له امله مړې شوې دي۔ په نښته كښې 22 مېرمنې ژوبل شوې دي كومې چې روغتون ته رسول شوې دي۔