اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د پاك پوځ د وظيفه اي صلاحيتونو او تيارې ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د هېواد دفاع په محفوظو او صلاحيت لرونكو لاسونو كښې ده۔ ده دا خبره سرلښكر جنرال رحيل شريف سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د ګل په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې الوداعي ملاقات وكړو۔ اولس مشر د ضرب …
اولس مشر د ضرب عضب عملياتو د لارې د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د امن او امان په بحالې كښې د سرلښكر خدمات وستائيل

مزید خبریں
اسلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن د پاك پوځ د وظيفه اي صلاحيتونو او تيارې ستائنه كولو سره وئيلي دي چې د هېواد دفاع په محفوظو او صلاحيت لرونكو لاسونو كښې ده۔ ده دا خبره سرلښكر جنرال رحيل شريف سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د ګل په ورځ اولس مشر سره په ايوان صدر كښې الوداعي ملاقات وكړو۔ اولس مشر د ضرب عضب عملياتو د لارې د انتهاخوښې او د ترهګرې د لعنت مخ نيوي ا و د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د امن او امان په بحالې كښې د جنرال راحيل شريف ستر خدمات وستائيل۔ اولس مشر ووئيل چې د سرلښكر په حېث به جنرال راحيل شريف وظيفه اي او د مشرې صلاحيتونه تل ياد ساتلې شي۔ ده جنرال راحيل شريف او د هغه كورنۍ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ جنرال راحيل شريف د خپلو وظيفه اي ذمه وارو په ادا كولو كښې په لارښونه او مرسته د اولس مشر مننه وكړه










