اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) اسيائي پرمختيائي بانك د برآمداتو اضافې لپاره د پاكستان د اېجنډې د ملاتړ كولو څرګندونه كړې۔ د اسيائي پرمختيائي بانك د ستراتېژيكي چارو٬ پالېسې او د جائزې څانګې ډائرېكټر جنرل ټومو يوكيكيمورا په خپل يو بيان كښې وئيلي دي چې اسيائي پرمختيائي بانك د معيشت بحالې او د روزګار موقعې پېدا كولو لپاره د برآمداتو د ودې په اړه د پاكستان د اېجنډې بشپړ ملاتړ كوي۔ بانك به اصلاحاتو لپاره د پاكستان ډاډګېرنه كوي۔ د بانك 2030 لپاره د اوږدې مودې حكمت عملې سره به د پاكستان مرسته وشي٬ بانك به د پاكستان پرمختيائي ضروريات پوره كولو لپاره په ښه ډول مرسته وكړې شي۔