مسجد قبا د سېلګرو لپاره پرانستلې شو

مدینه منورہ 23 دسمبر(اے پی پی) د سعودی عرب د اسلامی چارو او دعوت او لارښودنې وزير شیخ ډاکټر عبداللطیف آل الشیخ د خادم الحرمین الشریفین په سپارښتنه مسجد قبا 24 ساعتونو لپاره پرانستلې دې۔ مدینه منورہ كښې د ميډيا سره په خپلو خبرو كښې آل الشیخ ووئيل خادم الحرمین الشریفین د ټولو جوماتونو او په خاص توګه حرمین شریفین او د اسلامی تاریخ وړومبې جومات (مسجد قبا) سره غیر معمولی تعلق لري او او سېلګرو اسانيو ته پام لرنه كوي۔ هغه د دې جذبې ترمخه سپارښتنه كړې وه چې مسجد قبا به د سېلګرو لپاره 24 ساعتونو له پرانستلې شي دغسې چې د ټولې نړۍ سېلګرو ته هيڅ ډول ستونزي نه وي۔