د سعودی شهزادہ طلال بن عبدالعزیز په حق ورسيد

ریاض 23 دسمبر(اے پی پی) د سعودي شهزاده طلال بن عبدالعزیز د 87 كلونو پھ عمر كښې پھ حق رسيدلې دې، هغه په 1931 زيږدلې ؤ او د شاہ عبدالعزیز بن عبدالرحمان آل سعود 18م زوې ؤ۔ هغه د ګڼو حکومتی ادارو مشري كړې۔ هغه وړاندې د ټرانسپورټ وزير په حیثیت خذمات هم ترسره كړې دې نه پس هغه ته د خزانې دوهم وزير ذمه وارۍ وسپارلې شوې، په كال 1381ھ كښې هغه وزارت پرېښودلو او په فرانس كښې د سعودی عرب سفیر غوره كړې شو۔ شهزادہ طلال بن عبدالعزیز يو علم دوست شخصیت ؤ هغه ګڼې تعلیمی او فلاحی منصوبې پيل كړې او د هغې مشري به ئې هم كوله۔