بنو 21 دسمبر (اے پی پی) په شمالی وزیر ستان كښې نامعلومو كسانو ډزې كولو سره دوه امنيتي اهلكار ژوبل كړي دي۔ د تفصیلاتو له مخې د شمالی وزیرستان په بویا سيمه كښې د شپې په وخت دوه نامعلومو بريد كونكو د ګزمې پھ مهال په دوه امنيتي اهلكارو ډزې كولو سره هغه ژوبل كړل كوم چې په سمدستي توګه د چورلكې د لارې د پېښور روغتون ته رسول شوي دي ۔ د پېښې نه پس امنيتي ځواكونو سيمه كښې د لټون عمليات پيل كړل