امريكا په افغانستان كښې د خپل پوځ په كمولو غور كوي

واشنګټن 21 دسمبر (اے پي پي) د امريكائي انتظاميې يو اعلٰي چارواكي وئيلي دي چې اولس مشر ټرمپ د افغانستان نه په لويه شمېره كښې د خپلو عسكرو په ويستلو غور كوي۔ د امريكائي خپرونې ادارې له مخې امريكائي چارواكي مېډيا ته وئيلي دي چې د افغانستان نه وړومبې پوځي ډله راتلونكې مياشت راستنېدې شي۔ پېنټاګون يا د امريكې سېنټرل كمانډ لا تر اوسه په دې اړه كومه تصبره نه ده كړې۔ په دې وخت كښې په افغانستان كښې تقريبا 14000 عسكر موجود دي۔ امريكې افغان ځواكونو ته خپلې ذمه وارې د وړاندې نه سپارلې دي۔ يوه ورځ وړاندې اولس مشر ټرمپ دا بيان هم وركړې چې امريكا د سوريې نه خپل ځواكونه وباسي