اسلام آباد 27 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دومې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي زمونږ بنیادی مقصد د تعلیم څانګه ښه كول دي دغسې چې سرکاری سکولونو كښې تعلیم ترلاسه كونكو ماشومانو له ښه او برابر موخې او اسانۍ وركړې شي، د هيواد پھ تاریخ كښې پھ وړومبي ځل وزیراعظم د تعلیمی اصلاحات پروګرام ترمخه د اسلام آباد 422 سکولونو او کالجونو كښې د نجی سکولونو انتظامیې …
زمونږ بنیادی مقصد د تعلیم څانګه ښه كول دي دغسې چې سرکاری سکولونو كښې تعلیم ترلاسه كونكو ماشومانو له ښه او برابر موخې او اسانۍ وركړې شي

مزید خبریں
اسلام آباد 27 نومبر (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو دومې وزيرې مریم اورنګزیب وئيلي دي زمونږ بنیادی مقصد د تعلیم څانګه ښه كول دي دغسې چې سرکاری سکولونو كښې تعلیم ترلاسه كونكو ماشومانو له ښه او برابر موخې او اسانۍ وركړې شي، د هيواد پھ تاریخ كښې پھ وړومبي ځل وزیراعظم د تعلیمی اصلاحات پروګرام ترمخه د اسلام آباد 422 سکولونو او کالجونو كښې د نجی سکولونو انتظامیې په مرسته سرکاری سکولونو او کالجونو كښې د اصلاحات كوټلې پروګرام پيل كړې، د سرکاری سکولونو فزیکل انفراسٹټرکچر ، د ايجوكېشن کوالټی او د استاذانو د كار استعداد ښه كولو له د ستاذانو تربيې ته پام لرنه كېږي، د راروان كال په پيل به د وفاقي پايه تخت سکولونو او زدكونكو له د ټرانسپورټ معیاری اسانۍ وركولې شي۔د اتوار په ورځ د يو نجی سکول فن فیئر میلې دستورې په موقع ميډيا سره پھ خپلو خبرو كښې دوهمې وزيرې مریم اورنګزیب ووئيل د سرکاری سکولونو معیاری تعلیم كښې ښه كولو له وزیراعظم د تعلیمی اصلاحات پروګرام ترمخه د استاذانو د كار استعداد زياتولو له د ایډوائزری کونسل په مشاورت اقدامات کوي۔ دې ووئيل د وزیر اعظم د وژن ترمخه د پبلك سیکټر تعلیمی ادارو كښې موجودہ فزیکل انفرسټرکچر ښه كولو او نورو اسانيو وركولو ، د زدكونكو لپاره د تعليم نظام ښه كولو او د استاذانو پیشه وره تربيې سره سره معیاری ټرانسپورټ باورې كول دي۔ دې ووئيل د پبلك سیکټر سکولونو كښې د ټرانسپورټ پھ لړ كښې 25 بسونه چلېږي دغسې نور بسونه به د نوې تعلیمی كال په پيل وركولې شي۔ دې ووئيل راروان كال د قائد اعظم محمد علی جناح د زېږدنې ورځ په ښھ ډول لمانځلو سره به د ټولې اوونۍ په مهال دستورې كولې شي او په دې لړ كښې به په سرکاری او نجی تعلیمی ادارو كښې خاص پروګرامونه كولې شي۔ دې ووئيل بايد ميډيا هم د تعلیمی نظام ښه والې په لړ كښې خپل کردار ترسره كړي دغسې چې هيواد كښې ښه تعلیمی اسانۍ باورې كړې شي۔ مریم اورنګزیب ووئيل د آئین ترمخه تر لسم جماعت تعلیم لازمی دے او حکومت د وزیراعظم د ایجوکېشن ریفارمز پروګرام ترمخه سکولونو كښې د زياتو ماشومانو داخلې باورې كولو له ګامونه پورته كوي دغسې په سرکاری سکولونو كښې کمپیوټر او د سائنس ی لیبارټریو سره سره د هيواد پھ تاریخ كښې په وړمبي ځل د ہ لینګوئج لیبز هم جوړېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل نجی سکولونو كښې د معیاری تعلیم لپاره ګامونه پورته كولې كېږي چې له امله ئې تير وخت كښې په سرکاری سکولونو كښې د داخلې كچه کمه شوي وه خو اوس د حکومت د كوټلې اقدامات د لارې سرکاری سکولونو كښې د ماشومانو د داخلې كچه زياتېږي۔ د ترك سکول سسټم په اړه د يوې پوښتنې په ځواب مریم اورنګزیب ووئيل پاك ترك سکول سسټم كښې تعلیم ترلاسه كونكې يو ماشوم به هم نه متاثره كېږي۔










