افغانستان كښې د سختې يخښنۍ او واورې له امله 20 كسان مړه شوي

كابل 27 نومبر (اے پی پی)د افغانستان چاراكو وئېلي چې د هېواد په شمال سيمه كښې د سختې يخښنۍ او واورې له امله 20 كسه مړه شوي چې پكښې زياتره ماشومان شامل دي۔د چارواكو له خې دا كسان د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ كښې مړه شوي ۔د درزاب ولايتي والي رحمت الله ريډيو فري يورپ ته ووئيل چې په حق رسېدلې ټول كسان عام وګړي وو كومو چې د قرب …

كابل 27 نومبر (اے پی پی)د افغانستان چاراكو وئېلي چې د هېواد په شمال سيمه كښې د سختې يخښنۍ او واورې له امله 20 كسه مړه شوي چې پكښې زياتره ماشومان شامل دي۔د چارواكو له خې دا كسان د جوزجان ولايت درزاب ولسوالۍ كښې مړه شوي ۔د درزاب ولايتي والي رحمت الله ريډيو فري يورپ ته ووئيل چې په حق رسېدلې ټول كسان عام وګړي وو كومو چې د قرب جوار سيمو څخه كډه كړې وه او هلته د نښتو له امله د امن او امان صورتحال خراب دے۔ رحمت الله او نورو ځايې چارواكو وئېلي چې نزدې 100 كورنۍ داسې دي چې د لرو پرتو غريزه سيمو جوماتونو كښې په سختو حالاتو كښې مېشته دي۔په داشي صورتحال كښې هغوي ته طبي آسانۍ هم نه دې ترلاسه۔درزاب چارواكو ووئيل مونږ په دې انتظار يو چې د موسم صورتحال به ښه شي او د فضائي لارې به هلته مرسته ورسولې شي۔ولايتي والي لطف الله عزيزي ځايې خلكو ته خواست كړې چې د جوزجان كډوالو له په خپلو كورونو كښې پناه وركړئ۔

مزید خبریں