د بېلجیم وزیراعظم خپله استعفیٰ بادشاہ ته وړاندې كړه

برسلز19 دسمبر (اے پي پي) د بیلجیم وزیراعظم چارلس مشېل بادشاہ فلېپ ته خپله استعفی وړاندې كړې ده ۔ د المان خبرې رسنې ادارې له مخې بادشاه په دې استعفٰې تر اوسه هېڅ پرېكړه نه ده كړې٬ د ملګرو ملتونو د كډوالو پحقله د لوظنامې له امله د مشېل څلور ګونديزه اتحاد مات شوې٬ په دې موقع د حزب اختلاف ګوندونو د وزيراعظم په ضد د عدم اعتماد تحريك وړاندې كولو هم اعلان كړې ٬ په دې صورتحال كښې بادشاه فلېپ وزیراعظم څخه په عبوري توګه د حكومتي انتظام چلولو خواست هم كولې شي۔ د يادونې وړ ده په بېلجیم كښې په راتلونكي كال مئي كښې ټولټاكنې كېدونكې دي۔