دمشق 27 نومبر (اے پی پی) د سوريې دوهم خارجه وزير د خپل هېواد څخه د تركيې پوځ په سمدستي او غېر مشروط توګه په ستنيدو په حاجت زور راوړې۔د سوريې دوهم خارجه وزير فېصل مقداد د تركيې حكومت ته په خط كښې د بحران او تاؤ تريخوالي ذمه ګرځولو سره وئېلي دي بايد د تركيې پوځ په سمدستي توګه د سوريې څخه وېستلې شي۔ده ووئيل چې تركيه د سوريې په ځينو سيمو قبضه كړې چې له امله يې منطقه كښې د بدامنۍ ختمولو امكان معدوم شوې۔له بلې خوا د سوريې ځواكونو د ختيز حلب الباب سيمه خپل رېډلائن ګرځولو سره وئېلي دي چې د قابضو لپاره په دې سيمه قبضه كول آسان نه دي۔د ذكر وړ ده چې تركيې سوريه د ترهه ګرو ډلو حامي ګرځولې٬د ترهه ګرو په ضد د جنګ په نامه سوريه كښې پوځي عمليات پېل كړي۔تركيې د اګست په 24مه نېټھ شمالي سوريه ته خپل ځواكونه داخل كړي وو په كوم چې سوريه په ملګرو ملتونو كښې احتجاج كړې وو