د آل انډيا مسلم پرسنل لاﺀ بورډ لخوا د بابري مسجد په ځائې د رام مندر جوړولو په اړه مجوزه آرډيننس سپريم كورټ كښې د چېلنج كولو اعلان

لکھنؤ ۔ 17 دسمبر(اے پی پی) آل انډيا مسلم پرسنل لاﺀ بورډ د بابري مسجد په ځائې د رام مندر جوړولو لاره هوارولو په غرض مجوزه آرډيننس سپريم كورټ كښې د چېلنج كولو اعلان كولو سره وئيلي دي دا ډول كوم هم آرډيننس به په هندي سپريم كورټ كښې چېلنج كولې شي۔ د بورډ غړي او د بابري مسجد اېكشن كمېټۍ كنوينر اېډوكېټ ظفرياب جېلاني د بورډ غونډې نه وروستو خبريالانو ته ووئيل چې په دې خبره صلا راغلې چې د بابري مسجد كېس په اړه به د سپريم كورټ پرېكړه منلې شي ولې دا افواګانې ګردش كوي چې هندي حكومت د يو آرډيننس د لارې د بابري مسجد په ځائې د رام مندر جوړولو لاره هوارول غواړي۔ ده زياته كړه چې دا ډول كوم هم آرډيننس به په هندي سپريم كورټ كښې چېلنج كولې شي